په بنګله دېش كښې به د سعودي په مرسته د سلګونو په شمېر جوماتونه جوړولې شي

رياض 27 اپرېل (اے پي پي) په بنګله دېش كښې به د سعودي په مرسته د سلګونو په شمېر جوماتونه جوړولې شي۔ د المانې مېډيا له مخې د سعودي او بنګله دېش ترمېنځه په دې لړ كښې يوه لوظنامه شوې۔ د لوظنامې له مخې به د سعودي لخوا دې مقصد لپاره يو ارب ډالر وركولې شي۔ د راتلونكو ټولټاكنو نه وړاندې د بنګله دېش حكومت د 560 جوماتونو جوړولو اراده …

رياض 27 اپرېل (اے پي پي) په بنګله دېش كښې به د سعودي په مرسته د سلګونو په شمېر جوماتونه جوړولې شي۔ د المانې مېډيا له مخې د سعودي او بنګله دېش ترمېنځه په دې لړ كښې يوه لوظنامه شوې۔ د لوظنامې له مخې به د سعودي لخوا دې مقصد لپاره يو ارب ډالر وركولې شي۔ د راتلونكو ټولټاكنو نه وړاندې د بنګله دېش حكومت د 560 جوماتونو جوړولو اراده لري۔ د اطلاعاتو له مخې په دې جوماتونو كښې به تحقيقي اسانيې او كتابتونونه هم وي او دا به كلتوري چارو لپاره هم كارول شي