ګلګت27اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسېن مقپون د پاکستان تحريك انصاف د وفاقي حکومت په كاميابۍ سره په درېو كالو ترسره كولو وزيراعطم عمران خان او د ھغه ټولې ډلې له مباركي وركړې۔ ګورنر د وفاقي حکومت په ښه كاركردګۍ او د مېګا پراجېكټ د لارې قام ته په ښو سهولتونو وركولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ راجه جلال حسېن مقپون ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ټولې كابينې او د اسمبلۍ غړو د پاكستان خېرښګرې لپاره خپل كردار لوبولے۔ ده ووئيل د هېواد په ټولو صوبو كښې د مېګا منصوبو د لارې د پرمختګ او سوكالۍ عمل روان دے۔