د افغانستان صورتحال په نظر كښې ساتلو سره سږ كال محرم الحرام ډېر حساس دے، انتظاميه دې چټك وسي. خارجه وزير شاه محمود قريشي

ملتان 15 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د افغانستان صورتحال په نظر كښې ساتلو سره سږ كال محرم الحرام ډېر حساس دے، شرخوښي عناصر د محرم الحرام په مهال د امن خرابولو هڅه كولې شي، انتظاميه دې چټك وسي او امنيتي پلان دې عملي كړي. ده دا خبرې تېره ورځ د ملتان ضلعي انتظاميې تر سيوري لاندې د محرم الحرام په لړ كښې جوړې شوې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. شاه محمود قريشي ووئيل چې امن لپاره سياسي مشران سول او پوليس انتظاميې سره اوګه او په اوګه ولاړ دي. په غونډه كښې د صوبائي وزير اخترملك نه علاوه ګڼ شمېر سياسي مشرانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. غونډې ته د پلان په لړ كښې بريفنګ وركړے شو.