خېبرپختونخوا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 16 رنځوران په حق ورسېدل۔ د روغتيا څانګه

پشاور۔9 اګست (اے پی پی) خېبرپختونخوا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 16 رنځوران په حق رسېدلي۔ د روغتيا څانګې لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي رپورټ له مخې صوبه كښې د كورونا 16 رنځوران مړه شوي۔ بلخوا د كورونا وائرس څخه نور 646 وګړي ځپلې شوي او 331 ښه شوي ۔ د يادو كړو شمېرو نه وروستو صوبه كښې د كورونا د لاسه د مړو شوو مجموعي شمېره 4 زره 556، د کورونا کېسونو 1لکه 48 زره 619 او د كورونا نه د روغو شوو وګړو شمېره يو لك 37 زره 906 ته رسېدلې ۔ د رپورټ له مخې د 7 كسانو د مرګ نه پس پېښور كښې د كورونا د لاسه د مړو مجموعي شمېره 2 زره 199 ته رسېدلې۔ دغسې پېښور كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا د لاسه نور 219 كسان ځپلې شوې هم دي