د هنرمندو پلاوي د پېښور ټېلي ويژن جي اېم سره ملاقات

پېښور ۔8 اګست (اے پی پی)د صدارتي جایزې ګټونکې هنرمند نجیب الله انجم او شاعرې ، لیکوالې او ډرامه لیکونکې بشرا فرخ په مشرۍ كښې د هنرمندانو یوه پلاوي پرون د پیښور تلویزیون عمومي مدیر اورنګزیب افریدي سره وکتل. جی ایم تلویزیون اورنګزیب افریدي هنرمندانو سره د ناستې په مهال خپلو خبرو كښی ووئيل د هنرمندانو حقونه به له لاسه ورنکړې شي ولې چې زه غواړم هنرمند خوشحاله او غوره ژوند وکړي. هغه زياته كړه چې كه د پي ټي وي نه علاوه هم زه كوم هنرمند ته ګټه رسولې شوم نو ضرور به رسوم ولې چې هنرمند زمونږ اثاثه ده۔