پاكستان امن خوښے هېواد دے٬هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو يو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان امن خوښے هېواد دے٬هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو يو۔د شورو په ورځ د مېډيا وركشاپ نه پس خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل د بي جے پي حكومت د هندتوا سوچ سيكولر هند ختم كړے٬ ده ووئيل د 5 اګست غېر قانوني اقدامات پاكستان او نړيوالې ورورولۍ مسترد كړې۔دا خبره خوشبينه ده چې كشميري قيادت هم دغه اقدامات مسترد كړي۔ده ووئيل هند له به د 5 اګست 2019 خپل غېر قانوني يو اړخيزه اقدامات بېرته اخستل وي۔خارجه وزير ووئيل اوس د آر اېس اېس او هندتوا نظريې په ضد په هند كښې دننه هم غږونه پورته كېږي۔ده ووئيل پاكستان امن خوښے هېواد دے٬هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو يو