د يوسف رضا ګېلاني د تره زوې پحق ورسېد

ملتان 22 جولائي (اے پي پي) د پخواني وزيراعظم او په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد يوسف رضا ګېلاني د تره زوې سيد تجمل حسېن ګېلاني د زړه دورې له امله پحق رسېدلے دے٬ ارواښاد د سجاده نشين دربار حضرت موسيٰ پاك ګېلاني سيد ابوالحسن ګېلاني تره، د مخدوم شوکت حسېن ګېلاني زوې او د پخواني وفاقي وزير سيد تنوير الحسن ګېلاني ورور ٶ۔ د ارواښاد د جنازې لمونځ به د جمعې په ورځ سهار لس بجے په نشتر ګراونډ ملتان كښې ادا كېږي