د وزيراعظم کوټلي جلسه كښې بې اجازې د ډرون كېمرې په استعمال بنديز لګولے شوے

کوټلي 22 جولائي (اے پي پي) د كوټلي ډسټرکټ مجسټرېټ د وزيراعظم عمران خان د کوټلي اولسي جلسې له د اجازې نه غېر د ډرون كېمرو په استعمال بنديز لګولے دے۔ د دوهم کمشنرآفس لخوا په جاري كړې شوي حكم نامه كښې وئيلي شوې دي چې وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره كوټلي ته رارون دے او د پاكستان تحريك انصاف اولسي جلسې ته به وېنا كوي۔ په مشاهده كښې راغلے ده چې زياتره مووي مېكرز٬ فوټو ګرافرز او خبريالان ډرون كېمرے كاروي، د فول پروف سيکورټي په لړ كښې د ډرون کېمرې په استعمال بنديز لګول ضروري دې له دې كبله د اجازې نه غېر به كوم كېمره مېن ډرون كېمره نه كاروي٬ د خلاف ورزي كوٶنكو په ضد به كاروائي كولې شي