د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير سېل لپاره د كشتۍ كارول كېدو نوټس واخست

پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان د صوبې په ځينې ځايونو كښې سېل سپاټې لپاره د حفاظتي انتظاماتو نه غېر د كشتۍ د استعمال نوټس اخستې دې۔ محمود خان اړوندې ضلعي انتظاميې ته د لائف جېكټس او نورو حفاظتي انتظاماتو نه غېر په كشتۍ كښې سفر كولو لپاره په لګولي شوي بنديز په سختۍ سره د عملدرامد باوري كولو امر كولو سره په نهرونو كښې په لامبلو هم د لګولې شوي بنديز عملي كولو امر كړې دې۔ وزيراعلی په ځيني ځايونو كښې ټرانسپورټ لپاره په كارول كېدونكو كشتو كښې د ګنجائش نه زيات كسانو په كېښنولو هم د بنديز لګولو امر كړې دې٬ وزيراعلی ښكاره وئيلي چې د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد دې كاروائي وكړې شي۔ ده اولس ته هم اپيل وكړو چې ھغوي دې هم په دې لړ كښې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي