د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آغا قام له د لوي اختر مباركي وركړه

کوئټه 21 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آغا قام له د لوي اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د لوي اختر ورځ نه يوازې مسلمانانو لپاره د خوشحالو ده بلكې دا اسلامي نړۍ لپاره د بې مثال اتحاد او يوالي مظهر هم دے۔ د قام په نامه د اختر مباركۍ په موقع ګورنر هاٶس كوئټه كښې اولس سره د اختر ملاقات په مهال ده ووېيل دا ورځ ټولو مسلمانانو لپاره د ايثار٬قربانۍ٬مينې روادارۍ د جذباتو د تجديد ورځ هم ده كوم چې مونږ د حضرت ابراهيم علېه السلام او حضرت اسماعيل علېه السلام د بې مثاله قربانۍ ياد راتازه كوي او مونږ ته دا درس راكوي چې مونږ هم د الله پاك رضا لپاره د خپل ځان او مال قربانۍ لپاره تيار وسو۔ ده زور رواړو چې خلق دې د اختر په خوشحالو كښې بې وسه٬ يتيمانان٬ كنډې رونډې او بې اسرې خلق نه هېروي بلكې د دوي دې مرسته وكړي او دوي دې خپلو خوشحالو كښې شامل كړې شي دغسې چې ھغوي هم دا مذهبي اختر په ښه ډول ولمانځلې شي۔