نوموړې سينئر خبريال، اېنکرپرسن، تجزيه کار عارف نظامي د لنډې ناروغې نه وروسته پحق ورسېد

لاهور 21 جولائي (اے پي پي) نوموړې سينئر خبريال، اېنکرپرسن، تجزيه کار عارف نظامي د لنډې ناروغې نه وروسته د 72 كالو په عمر كښې پحق رسېدلے٬ ارواښاد د زړه په رنځ اخته ٶ او د تېرو دوه اوونيو راهسې په ځائي روغتون كښې بستر ٶ۔ ارواښاد عارف نظامي په 14م اکتوبر كال 1948 كښې زېږېدلے ٶ٬ ارواښاد د تحريك پاكستان د كاركن او د نوائے وقت موسس ايډيټر حميد نظامي زوې ٶ٬ ارواښاد د “پاکستان ټو ډے” ورځپاڼې اېډيټر ٶ٬ په كال 2013 كښې په لنډ مهاله حكومت كښې د اطلاعات او پوسټل سروسز وزير هم ٶ۔ ارواښاد د نجي ټي وي چېنل سي اي او او د ټي وي شو كوربه هم پاتے شوې ٶ۔ ارواښاد ټول ژوند د صحافت څانګه كښې تېر كړې۔(GUL)