وزیرستان کښې په شهادت رسیدلی د بالاكوټ عسكر جنېد پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شو

بالاکوټ۔ 20 جولائی (اے پی پی) وزیرستان كښې په شهادت رسیدلی د بالاكوټ عسكر جنېد د جنازې لمونځ نه وروسته پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شو۔ د جنازې لمونځ كښې د عزیزانو او خپلوانو او د سیمې ګڼ شمېر خلقو په شمول سیاسي او سماجي شخصياتو او د پاك پوځ ځوانانو او چارواكو كډون وكړو۔ په دې موقعه د پاک پوځ یوې ډلې شهید ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ په پايې کښې د شهید لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اېف سي عسكر جېند تېره ورځ شوال وزيرستان كښې د دښمن په ضد مبارزه كښې شهيد شوے ؤ۔ د ارواښاد تعلق د بالاكوټ ست بني سيمې سره ؤ او هغه 8مياشتې وړاندې په اېف سي كښې بھرتي شوے ؤ