د بارانونو نه پس په تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 5 فټه زياته شوه

هري پور13جولائي (اے پي پي) د بارانونو نه پس په تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 5 فټه زياته شوې ۔ د تربېلا ډېم ذريعو له مخې د پشكال د اوسنيو بارانونو نه پس د بند د اوبو كچه 5 فټه زياته شوې او د دې نه پس د اوبو كچه د 1440.75 فټ څخه 1445.13 فټ ته رسېدلې ٬ بند ته د اوبو راتګ 211700 او اخراج ئې 155000 كيوسك دے٬ د تربېلا بند پنځه پېداواري يونټ بند او 12 څخه د برېښنا پېداوار 2327 مېګاٶاټ رېكارډ كړے شوے۔