د پي پي پي په تور دور حكومت كښې په پاكستان تر ټولو زيات ډرون بريدونه شوي. ډاكټر نوشين حامد

لاهور 11 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړې ډاكټر نوشين حامد معراج وئيلي دي چې د پي پي پي په تور دور حكومت كښې په پاكستان تر ټولو زيات ډرون بريدونه شوي، د پيپلز ګوند حكومت امريكايانو ته په هېواد د ډرون بريدونو كولو اجازه وركړې وه. په دې ډرون بريدونو كښې د معصوم كسانو زيان شوے او د دې ذمه وار د پيپلز ګوند مشران دي. هغې ووئيل چې د پيپلز ګوند او ن ليګ دوه مخې پالېسې او د منافقت سياست د قوم په وړاندے څرګند شوے. د پي ټي آئي حكومت ټولې پرېكړې د هېواد په ګټه كړې دي. هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په حكومت چې كله هند جارحيت وكړو نو داسې ځواب ئې ترلاسه كړو چې د هغه راتلونكي نسلونه به ئې هم ياد ساتي.