د بالي ووډ اداكار دليپ کمار د ممبئۍ په اديره كښې خاورو ته وسپارل شو

ممبئۍ 07 جولائي (اے پي پي) د بالي ووډ اداکار او ټرېجډي کنګ دليپ کمار (يوسف خان) د ممبئۍ په اديره كښې خاورو ته سپارل شوے۔ د دليپ كمار په نامه مشهور يوسف خان په كال 1922م كښې د پېښور په محله خدادا كښې زېږېدلې ٶ او آبائي كور ئې اوس هم په پېښور كښې شته كوم چې صوبائي واكدارانو قامي ورثه ګرځولې او په عجائب ګهر كښې ئې د …

ممبئۍ 07 جولائي (اے پي پي) د بالي ووډ اداکار او ټرېجډي کنګ دليپ کمار (يوسف خان) د ممبئۍ په اديره كښې خاورو ته سپارل شوے۔ د دليپ كمار په نامه مشهور يوسف خان په كال 1922م كښې د پېښور په محله خدادا كښې زېږېدلې ٶ او آبائي كور ئې اوس هم په پېښور كښې شته كوم چې صوبائي واكدارانو قامي ورثه ګرځولې او په عجائب ګهر كښې ئې د بدلولو پرېكړه شوې ده۔ په كال 1944 كښې ئې د جوار بهاټا فلم څخه په فلمي نړۍ كښې قدم اېښې او په كال 1947 كښې جګنو فلم كښې نور جهان سره راغلې ٶ كوم چې په باكس آفس هټ شو۔ د ارواښاد په مړينه د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي او د وزيراعظم عمران خان پشمول نورو سياسي او حكومتي شخصياتو د افسوس څرګندونه كړې۔ د ارواښاد د جنازې په لمونځ كښې سياسي٬ سماجي شخصياتو سره سره د فلم انډسټرۍ نوموړو اداكارانو ګډون كړې