د وزیراعظم كركيلې ته پاملرنې او د كوچنو كروندګرو سوكالۍ عزم سره به د غذائي حاجتونو ترسره كېدل باوري شي۔ د فېصل آباد د زراعت ډائرېكټر

فېصل آباد۔2جولائی(اے پی پی) د وزیراعظم كركيلې ته پاملرنې او د كوچنو كروندګرو سوكالۍ عزم سره به هېواد كښې د غذائي حاجتونو ترسره كېدل باوري شي۔ دې سره به د زياتېدونكې ودانۍ تناسب سره د زرعي اجناس پېداوار زيات او درآمدات كم كړے شي۔ د فېصل آباد د زراعت ډائرېكټر چوهدری عبدالحمید د جمعې په ورځ اے پي پي ته ووئيل وزيراعظم عمران خان د زياتېدونكو غذائي حاجتونو ادراك لري …

فېصل آباد۔2جولائی(اے پی پی) د وزیراعظم كركيلې ته پاملرنې او د كوچنو كروندګرو سوكالۍ عزم سره به هېواد كښې د غذائي حاجتونو ترسره كېدل باوري شي۔ دې سره به د زياتېدونكې ودانۍ تناسب سره د زرعي اجناس پېداوار زيات او درآمدات كم كړے شي۔ د فېصل آباد د زراعت ډائرېكټر چوهدری عبدالحمید د جمعې په ورځ اے پي پي ته ووئيل وزيراعظم عمران خان د زياتېدونكو غذائي حاجتونو ادراك لري هم دغه سبب دے چې د زرعی اېمرجنسی پروګرام ترسېوري لاندې د 300 اربه روپو په لګښت كرونده ګرو ته تخمونه ٬ سرې ٬ زرعي داروګان ٬ زرعي آلات او د نورو چارو په لړ كښې سبسډي باوري كولې شي۔ هغه ووئيل تېر كال حكومت د هېواد دننه د اوړو او غنمو حاجت ترسره كولو له 40 لكه ټنه غنم درآمد كړل خو دا ځل به د غنمو بمپر كراپ ترلاسه كولو له ټولې وسيلې كارولې شي او كرونده ګرو ته به زياتې آسانۍ وركولې شي دغسې چې د هېواد د ضرورت له مخې غنم پېدا كولو سره امپورټ ختم كړے شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم ددې خبرې هم ادراك لري چې د پاكستان ودانۍ تندۍ سره زياتېږي۔ او كه تندۍ سره زرعي اجناس زيات نه كړې شول نو سباؤن كښې د فوډ سكيورټي ستونزه رامخې ته كېدې شي چې مخنيوي له ئې د اوس نه ګامونه پورته كول پېل كړې شوي۔ هغه ووئيل پاك پروردګار پنجاب ٬ سندھ او بلوچستان ته په زړه پورې موسمونه ٬ كركيلې له غوره زمكې او قدرتي وسائل وركړي چرته چې مونږ هر ډول زرعي اجناس سره سره مېوې ٬ تركارۍ او د خوراك ضرورت ترسره كولو نور فصلونه طرلې شوو۔ هغه ووئيل دې ګام سره به نه يوازې دا چې د هېواد ضرورت ترسره شي بلكې د كرونده ګرو سوكالۍ سره به د هېواد معيشت هم مستحكم شي