پاكستان كښې د كروندې په 8.2فیصده برخه سبزيانې كرلې شي۔ د اېګرېكلچر پوهنتون فېصل آباد پوهان

فېصل آباد ۔30جون (اے پی پی) د اېګريكلچر پوهنتون فېصل آباد د كركيلې پوهانو وئيلي دي د كروندې په 8.2فیصده برخه سبزيانې كرلې شي۔ سبزۍ لپاره د كروندې نيمه زمكه او د پېداوار 60 فيصده برخه د پنجاب څخه ترلاسه كېږي۔ د كركيلې پوهانو ووئيل د سبزيانوخوراك د انساني خوراك مهم جز دے ٬ په دې كښې ټول غذائي اجزاﺀ موندلې شي كوم چې د خوراك نورې غلې نه لري۔ …

فېصل آباد ۔30جون (اے پی پی) د اېګريكلچر پوهنتون فېصل آباد د كركيلې پوهانو وئيلي دي د كروندې په 8.2فیصده برخه سبزيانې كرلې شي۔ سبزۍ لپاره د كروندې نيمه زمكه او د پېداوار 60 فيصده برخه د پنجاب څخه ترلاسه كېږي۔ د كركيلې پوهانو ووئيل د سبزيانوخوراك د انساني خوراك مهم جز دے ٬ په دې كښې ټول غذائي اجزاﺀ موندلې شي كوم چې د خوراك نورې غلې نه لري۔ دا انساني وجود ته حیاتین، نمکیات او د طاقت ضروري مواد وركوي۔ دغسې سبزۍد پخولو او خوړولو سره سره د سلاد په توګه هم كارولې شي۔پوهانو ووئيل پنجاب كښی په 36 فیصده نه په زياته زمكه سبزۍ كرلې شي۔ د كركيلې سائنسمدارو لخوا د آلو ٬ مټر، ګاځرو، ټماټر، پیاز، بېنګن او مرچكےاو د نورو نوو تحمونو په رامخې ته كولوبمپر کراپس ترلاسه كېدل باوري شوي۔ هغوي ووئيل تېر كال پاكستان كښی د آلو بمپر كراپ پېدا شو خو كرونده ګرو ته د فصل مناسب رېټ ترلاسه نه شو۔ هغوي كروندګرو ته سپارښتنه وكړه چې هغوي سبزۍ په سائنسي او كمرشل بنيادونو كرلو سرهډېره ګټه تر لاسه كړي