هري پور 29 جون (اے پي پي) هري پور څخه تعلق لرونكے شهيد حوالدار ميجر علي زمان پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شوے چا چې د مورني هېواد لپاره ځان قربان كړے۔ د اېس اېس جي كمانډو شهيد حوالدار مېجر علي زمان ته د پاك پوځ يو چټك ډلې سلامي وكړه۔ په دې موقع د شهيد په قبر كېپټن وقار او صوبېدار مېجر آفتاب د پوځ سرلښكر لخوا د ګلونو څادر خپور كړو۔ د يادونې وړ ده د هري پور د جم كلي استوګن د اېس اېس جي كمانډو حولدار مېجر علي زمان د بلوچستان په مچھ سيمه كښې دوه ورځې وړاندې ترهګرو سره په نښته كښې شهيد شوے ٶ۔(