سپيكر مير عبد القدوس بزنجو د سېنېټر عثمان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كړه

کوئټه ۔21جون(اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر مير عبد القدوس بزنجو د پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبائي صدر سېنېټر عثمان كاكړ په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي دي د اروښاد سياسي خذمات به ټول عمري ياد ساتلے شي۔ د سېنېټر په توګه ارواښاد په سېنېټ كښې د اولس نمائندګي په زړه پورې ډول كړې۔ میر عبدالقدوس بزنجو ووئيل د عثمان كاكړ په حق رسېدو سره بلوچستان د يو جدي او قوي غږ نه محروم شوے۔ هغه دعا وكړه چې پروردګار دې حق رسېدلي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي