د خېبر پختونخوا چيف سېكرټري سره د سوئيلي كوريا سفير ملاقات٬ تجارت او د توان څانګه كښی د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه

پېښور ۔14جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا چيف سېكرټري ډاكټر كاظم نياز سره د سوئيلي كوريا سيفر سو سنګ پيو د ګل په ورځ په سول سېكرټرېټ پېښور كښې ملاقات وكړو او هغه سره ئې د شريكې خوښې په چارو ٬ تجارت او د توان په څانګه كښې د مرستې حوالې سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ چیف سیکرټری د سوئيلي كوريا سفير صوبه كښی د سرمايه كارۍ موقعو نه خبر …

پېښور ۔14جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا چيف سېكرټري ډاكټر كاظم نياز سره د سوئيلي كوريا سيفر سو سنګ پيو د ګل په ورځ په سول سېكرټرېټ پېښور كښې ملاقات وكړو او هغه سره ئې د شريكې خوښې په چارو ٬ تجارت او د توان په څانګه كښې د مرستې حوالې سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ چیف سیکرټری د سوئيلي كوريا سفير صوبه كښی د سرمايه كارۍ موقعو نه خبر كړو او هغه ته ئې د صوبائي حكومت لخوا د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ هغه ووئيل خېبر پختونخوا صوبه كښې د كوريا سرمايه كارو لپاره په بېلو څانګو او په خاص توګه د توان په څانګه كښی د سرمايه كارۍ پرامخه موقعې موجود دي۔ په دې موقعه د سوئيلي كوريا سفير خېبر پختونخوا كښې سرمايه كارۍ كښی خوښي ښكاره كولو سره د توان څانګه كښې د وړاندې نه روانې مرستې ته د لا پراختيا وركولو باور وركړو