د كعبې امام شېح صالح بن محمد ابراهيم د جماعت اسلامي امير سراج الحق په بلنه منصورې ته لاړ

لاهور۔10اپریل (اے پی پی) د خانه كعبې امام شېخ صالح بن محمد ابراهیم آل طالب د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق په بلنه د ګل په سحر منصورې ته لاړو او په جامع مسجد كښې ئې د سهار لمونځ امامتې وكړه۔ لمونځ څخه وروستو خپل مختصر خطاب كښې ده په تود هركلي كولو د جماعت اسلامي امير او نورو مشرانو مننه وكړه۔ ده ووئيل مونږ هم تاسو سره دغسې مينه لرو څنګه چې تاسو مونږ سره لرۍ۔ او دا مينه لوئے څښتن لپاره ده۔ ده ووئيل لمونځ امت د مسلمانانو د يو والي علامت دے۔ د نړۍ په هر ګوټ كښې مسلمانان د لوئے څښتن كور ته د لمونځ په وخت مخه كوي۔ ده ووئېل كه كعبه كوم خطر سره مخ كېږي نو دا به ټول امت له خطر وي۔ ده ووئيل دښمنان امت ته زيان رسول او زمونږ يووالې ختمولو له مقدس ځايونه په نښه كول غواړي۔ ده ووئېل په نړۍ كښې مسلمانان د ترهګرۍ ښكار دي۔ اسلام ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نه لري۔ پاکستان د ټولې نړۍ مسلمانانو له د قوت مركز دے۔ دې نه وړاندې د جماعت اسلامي مشر لارښود سراج الحق د كعبې امام ته منصورې ته په راتګ هركلې اووې۔ ده ووئيل سعودي او حرمين شريفېن نړۍ كښې د مسلمانانو د عقيدت او مينې مركزونه دي۔ مونږ سعودي عرب دوهم كور ګڼو۔ده ووئېل پاكستانيان په دې ډېر خوشحاله دي چې نن زمونږ سره د كعبې امام موجود دے۔ ده ووئيل د كعبې امام پاكستان ته راتګ سره هېواد كښې د اسلامي نظام غالب كولو هڅې قوي شوي ۔ سراج الحق د دې عزم څرګندونه وكړه چې د حرمېن شريفين تحفظ له به مونږ د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه نه كوؤ۔ ده ووئيل د نړۍ د مسلمانانو د عقيدت او مينې دې مركزونو حفاظت په هر كلمه ويونكي د ځان نه زيات ګران دے۔ پاکستان د يوې جغرافیې نه بلكې د توحيد د عقيدې نوم دے