هري پور ،تربیلا ډيم كښې د اوبو كچه زياته شوه

هري پور 08 جون (اے پی پی) تربیلا ډیم كښې د اوبو كچه په تندۍ سره زياته شوې ، تربیلا ډيم څخه د اوبو اخراج يو لاكهه کیوسك ته رسيدلے او ډيم كښې د اوبو كچه نوره هم زياتيږي۔ تفصیلات له مخي تربيلا ډيم كښې اوبه په تندۍ سره زياتې شوي ٬ ډيم ته د اوبو راتګ يو لکهه 51 زره څلور سوه کیوسك ته رسيدلے او د اوبو راتګ كښې زياتوالي سره تربيلا ډيم كښې د اوبو كچه 1428.27فټ ته رسيدلې ۔ د تعلقات عامه څانګې له مخي كښې د برېښنا پیداوار يو زر دوه سوه 82 میګاواټ ته رسيدلے۔ د تربیلا لسو پيداواري يونټو څخه برېښنا پيدا كيږي دغسې 7 يونټس بند پراته دي۔