خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې په ګهوټكي كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې حق رسېدليو لپاره لاس نيوه وشوه

پېښور 07جون (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې په ګهوټكي رېل ګاډي پېښه كښې حق رسېدليو لپاره لاس نيوه شوې ۔د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني د رېل ګاډي په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان خواشيني وښودله۔ده ووئيل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬دغسې د سپيكر په سپارښتنه د جے يو آئي پارليماني لارښود لطف الرحمان د حق رسېدليو بخښنې او د ژوبل شوو روغتيا لپاره اجتماعي دعا وكړه۔