د امریکي انتظامیه به د پاكستان او هند د تاؤ تريخوالې كمولو په ښې برخه اخلي۔ ملګرو ملتونو كښې د امريكې سفيرې نکي هیلي خبري كنفرنس

ملګري ملتونه 04 اپرېل (اے پي پي) د امریکي انتظامیه به د پاك هند د تاؤ تريخوالي كمولو له په هڅو كښې برخه اخلي۔ دا خبرې ملګرو ملتونو كښې امريكائي سفير سفیرې نکي هیلي يو مياشت لپاره د سلامتي كونسل صدارت سنبالولو نه پس د خبري كنفرنس په مهال د پوښتنو په ځواب كښې كړې۔ امریکائي سفیرې ووئيل ډونلډ ټرمپ خپله هم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاو تريخوالي كمولو …

ملګري ملتونه 04 اپرېل (اے پي پي) د امریکي انتظامیه به د پاك هند د تاؤ تريخوالي كمولو له په هڅو كښې برخه اخلي۔ دا خبرې ملګرو ملتونو كښې امريكائي سفير سفیرې نکي هیلي يو مياشت لپاره د سلامتي كونسل صدارت سنبالولو نه پس د خبري كنفرنس په مهال د پوښتنو په ځواب كښې كړې۔ امریکائي سفیرې ووئيل ډونلډ ټرمپ خپله هم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاو تريخوالي كمولو په هلو ځلو كښې شاملېدې شي ۔ ده ووئيل د ډونلډ ټرمپ انتظاميه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اړيكو تشويش لري او ھغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه تاٶ تريخوالي كمولو په تګلارو غور كوي۔ هندي نژاد نکي هیلي ووئيل د امريكې نوې انتظاميه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د امن خبرو اترو بيا پېل كولو له هر ډول هڅې هم كولې شي او د خبرو برخه هم جوړېدې شي۔ د امریکې انتظاميه د ناڅاپي پېښې د رامخې ته كېدو په طمعه ده بلكې د تاو تريخوالي نه وړاندې به د كمولو هلو ځلو برخه وي۔ده ووئيل دې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې د نړيوالې ادارې د عسكري مبصرينو ډله آزاد كشمير كښې د كنټرول لائن د خلاف ورزيو د شكاياتونو جاج اخلي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند سټېفني د جارچ په كټرول لائن اړې ګړې د تشويش جوګه ګرځولو سره شريكې مسئلې د خبرو اترو د لارې په هوارولو ئې ټېنګار كړې۔ د كنټرول لائن څارنې له پېنډۍ كښې په ځائ كړې شوې د ملګرو ملتونو په عسكري مبصر مشن ډله كښې 44 پوځي مبصرين او 24 نړيوال سوېلين چارواكي شامل دي۔