د روژې مباركې مياشتې په اولنۍ عشره كښې 1.5 ملینه وګړو لمونځ او عمره ادا كړه۔ د حرمېن شريفېن انتظاميه

مکه مکرمه۔26 اپرېل(اے پی پی) سعودی عربستان كښې د حرمېن شريفېن انتظاميې وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې په اولنۍ عشره كښې 15 لكه وګړو حرم شريف كښې لمونځ او عمره ادا كړې ده۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې له مخې انتظاميه كښې د قافله بندۍ ادارې ډائرېكټر اسامه الحجېلي ووئيل چې 15 لكه وګړو د كورونا اېس او پېز پابندۍ سره لمونځ او عمره ادا كړې۔ هغه ووئيل د مطاف صحن زائرينو لپاره بېل كړے شوے دے۔ مشرانو او معذوره وګړو له نوے ټرېك جوړ كړے شوي دي۔ هغه عمره كوؤنكو ته اپيل وكړو چې هغوي د اعتمرنا اېپ د لارې ترلاسه كړې شويو اجازت نامو كښې د تاريخ سره سره د وخت هم پابندي وكړي۔