اروپائي ائتلاف د امريكې صدر جوبائيډن ته په غونډه كښې د ګډون بلنه وركړه

برسلز 23 اپرېل (اے پي پي)اروپائي ائتلاف د امريكې صدر جوبائيډن ته د جون په مياشت كښې د خپلو اعلٰی عهديدارانو سره په يوه غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړی۔د جمعې په ورځ د مېډيا راپورونو له مخې د اروپائي كونسل صدر چارلس مشيل د امريكې صدر ته رسمي بلنه وركړې۔د امريكې صدر جوبائيډن به د 11 نه تر 13 جون په برتانيه كښې د جے 7 مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره موجود وي ۔ دغې نه پس به جوبائيډن د جون په 14مه نېټه برسلز كښې د نېټو د اروپائي ائتلاف چيئرمېن او يورپي كمېشن مشر ارسلاوان ډيرلين سره ملاقات كوي