كال 2018ﺀ كښې به د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف ډېره اسماعيل خان ته د ګاز وركولو منصوبې د بنياد اېښودو په مهال اولسي غونډې ته خطاب

ډېرہ اسماعیل خان ۔ 17 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دې زمونږ د مخالفينو په برخه دھرنې رسېدلې دي او مونږ به د هېواد پرمختګ دا مزل دوامدار ساتو۔ د بدلون نعرې وهونكو نوې پختونخوا جوړه نه كړه نو نوې پاكستان به څه جوړ كړي۔ د كال 2018ﺀ ټاكنو نه پس به خېبر پختونخوا هم د دوئي په لاسو كښې پاتې نه وي۔ پاكستان مسلم ليګ (ن) او جمعيت علماﺀ اسلام به په ګډه نوے پاكستان جوړوي۔ مېګا پراجېكټس او په خاص توګه د سترو لارو منصوبې به د هېواد تقدير بدل كړي۔ كال 2018ﺀ كښې به د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي۔ وزيراعظم د د زرعي پوهنتون جوړولو ٬ د 50 كروړه روپو پرمختيائي فنډز ٬ چشمه رائټ بېنك كېنال منصوبو له د 120 اربه روپو سره سره د ټانك زام ډېم فزېبلټي سبسډي له د 8 كروړه روپو اعلان او ډېره اسماعيل خان ائيرپورټ څخه د اے ټي آر الوتكو مقامي او نړيوال پروازونه د پېل سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ډېره اسماعيل خان ته د ګېس رسنې منصوبې بنياد اېښودو په مهال اولسي غونډې ته خطاب كولو۔