اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې وفاقي سېكتر شعېب احمد صديقي د اسلام آباد هائي كورټ په سپارښتنه په اليكټرانك مېډيا د اعتراض وړ موادو خپرولو مخ نيوي له د كلك عزم څرګندونه كړی۔د شخصي ټي وي چينلو پروګرامونو او په خاص توګه د سهار پروګرام٬ډرامو او اشتهاراتو جانچ پړتال كېږي۔د جمعې په ورځ د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې سېكتر په مشرۍ كښې د خاص …
د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې وفاقي سېكتر شعېب احمد صديقي په مشرۍ كښې د خاص كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې وفاقي سېكتر شعېب احمد صديقي د اسلام آباد هائي كورټ په سپارښتنه په اليكټرانك مېډيا د اعتراض وړ موادو خپرولو مخ نيوي له د كلك عزم څرګندونه كړی۔د شخصي ټي وي چينلو پروګرامونو او په خاص توګه د سهار پروګرام٬ډرامو او اشتهاراتو جانچ پړتال كېږي۔د جمعې په ورځ د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې سېكتر په مشرۍ كښې د خاص كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پيمرا چيئرمېن ابصار عالم٬د پيمرا ډي جي٬دوهم اټارني جنرل او مشر خبريال انصار عباسي ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پيمرا د اړخه د خلاف ورزۍ كوونكو په ضد د كاروائۍ قانون او د پیمرا به كوډ آف كنډېكټ 2015 د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پيمرا چارواكو بريفنګ كښې د ټي وي چينلو لخوا د شوو خلاف ورزيو په اړه د پيمرا د كاروائۍ څخه غونډه خبر كړه۔د غونډې ګډون كوونكو پيمرا له نور تجاويز وركړل۔د اطلاعات سېكتر د پيمرا چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې د پيمرا آرډيننس كاپۍ د كمېټۍ غړو له وركړي۔كمېټۍ د اعتراض وړ مواد او په خاص توګه د مذهبي او اخلاقي اقدارو په ضد مواد د پيمرا ترسره شوي كوټ آف كنډېكټ له مخې د مخ نيوي عزم پخلې وكړو











