د نيوزي لينډ او بنګله دېش ترمينځه دوهم يو ورځنې مېچ د مارچ په 23مه نېټه كېږي

كرائسټ چرچ 20مارچ(اے پي پي) د نيوزي لينډ او بنګله دېش ترمينځه دوهم ون ډے انټرنېشنل مېچ د مارچ په 23مه نېټه كرائسټ چرچ كښې كولے شي۔كوربه لوب ډلې نيوزي لينډ ته د دريو ميچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په ډونيډن كښې شوي وړومبي ون ډے انټرنېشنل مېچ كښې نيوزي لينډ بنګله دېش ته په 8 وكټو سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز درېم او وروستې ون ډے انترنېشنل مېچ به د مارچ په 26مه نېټه وېلنګتن كښې كېږي