
اسلام آباد 19مارچ (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې وفاقي وزيرانو پروېز خټك٬عمر ايوب او د قامي اسمبلۍ غړي رمېش كمار او د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور خان هم موجود وو۔په غونډه كښې په خېبرپښتونخوا كښې د سي پیك له مخې د روانو پروژو په اړه تفصيلي خبرې اترې وشوې۔سپيكر ووئيل چې د سي پیك له مخې د روانو پروژو زر بشپړیدو لپاره په ترجيحي بنيادونو د ګامونو پورته كولو ضرورت دے۔ په ملاقات كښې په ډي آئي خان٬ رشكئي اكنامك زون هم تفصيلې خبرې وشوې۔سپيكر ووئيل چې په چشمه رائټ بينك كنال او چكدره هائي وے او د ډي آئي خان په موټرے د كار رفتار تندولو ضرورت دې۔د سي پېك له مخې روانې ټولې پرمختيائي پروژې به په وخت ترسره كول وي۔ په خېبرپښتونخوا كښې د صحت انصاف كارډ رسنه يو مهم ګام دې په كوم چې د كے پي كے حكومت د مباركۍ مستحق دي