د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي خبري كنفرنس

APP46-150321 ISLAMABAD: March 15 - Special Representative to Prime Minister on Religious Harmony and Middle East, Hafiz Muhammad Tahir Mehmood Ashrafi addressing a press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د وزیر اعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او منځني ختيز خصوصي مرستيال او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په 5 مياشتو كښې د رسالت سپكاوي يا د مذهب د سپكاوي كومه ناوړه مقدمه درج نه كړې شوه۔ د سیاسی مقصدونو لپاره د مدرسو ٬ جوماتونو او ختم نبوت عقيدې په حقله دروغ وئيلې شي۔ موجوده حكومت د مدرسو تعليم په سركاري توګه تسليم كړے دے۔د مدرسو نوې امتحاني بورډ سره به د مدرسو د تعليم نظام مضبوط شي۔ په سياسي مېدان كښې د ماتې خوړولو نه وروسته بې بنسټه پروپېګنډه كولې شي۔ د مېرمنو مارچ حوالې سره د پلټنيو ترسره كېدو نه وروسته به بشپړه كارروائي كولې شي۔ د ناموس رسالت او مذهب سپكاوي ناوړه تورونو لګوونكو په ضد به هم ګام پورته كولې شي۔ د مېرمنو مارچ منتظمین د ځينو وېډيوز ترديد كوي۔ د پلټنيو په بشپړ كېدو به حتمي پرېكړه كولې شي۔ دا خبره هغه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع مولانا اسعد زکریا قاسمی، مولانا نعمان حاشر، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا قاسم قاسمی، مولانا ابو بکر حمید صابری، مولانا احسان احمد حسینی، مولانا الیاس مسلم، مولانا محمد اشفاق پتافی، علامہ سید ھادی حسینی، مولانا محمد شفیع قاسمی او نور علماﺀ كرام هم موجود وو۔هغه ووئيل پاكستان د ټولو دے ٬ نن كه كومه سياسي پارټي كوم اختيار يا عزت لري نو دا د پاكستان په سبب دے۔ هغه ووئيل د ذاتي خواهشاتو په نه پوره كېدو دې د پاكستان عسكري مشرتابه او د سلامتيا ادارې په نښه نه كړې شي