داخله وزير محسن نقوي په كوئټه سي اېم اېچ كښې د ژوبل شوې ځوانانو تپوس پوښتنه وكړه

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي په كوئټه سي اېم اېچ كښې تېره ورځ په نښته كښې د شپږ ژوبل شوې ځوانانو تپوس پوښتنه كړې۔ وفاقي وزير محسن نقوي د ژوبل شويو ځوانانو د صحت پحقله معلومات كولو سره د دوي زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ محسن نقوي ووئيل ژوبل شويو ځوانانو په مړانه د شرخوښو مقابله كړې٬ په سي اېم اېچ كښې د ژوبل شويو ځوانانو ښه درملنه كېږي۔ وفاقي وزير سره په دې موقع د داخله وزارت وفاقي سېكتر خرم آغا هم ٶ۔