پاكستان اوپن ټېن پن باٶلنګ چېمپئن شپ به د مارچ په 23مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) پاكستان اوپن ټېن پن باٶلنګ چېمپئن شپ به د مارچ په 23مه نېټه په پېنډې كښې پېل كېږي. د پاكستان ټېن پن باٶلنګ فېډرېشن صدر اعجازالرحمان وئيلي دي چې چېپمئن شپ لپاره چمتووالې نيول شوے. په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه نارينه او زنانه لوبغاړي ګډون كوي. چېمپئن شپ به د مارچ تر 30مه نېټه روان وي.