افغانستان كښې د فضائي بريديونو په مهال 5 عسكريت خوښي ووژلې شول

کابل ۔9مارچ (اے پی پی) افغانستان كښې د فضائي بريدونو په مهال 5 عسكريت خوښي وژلې شوي ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صوبائي حكومت وياند وحيد الله زاده وئيلي دي د افغانستان ختيز ولايت غزني زانا خان اولسوالۍ كښې په دشت تاكازار سيمه كښې د امنيتي ځواكونو جنګي الوتكو د شپې په وخت د عسكريت خوښو ځايونه په نخښه كړل چې په نتيجه كښې ئې 5 عسکریت خوښي مړه او 3 نور ژوبل شول۔ د وياند وېنا ده د دې بريدونو په نتيجه كښې كوم هم اهلكار يا عام وګړے نه دے ځپلے شوے۔ د رپورټ له مخې امنيتي ځواكونه به د غزني ولايت په نورو سيمو كښې هم كارروائي روانه ساتي