پاكستان د نړۍ مضبوطو هېوادونو صف كښې شامل شوے۔ نیوز اېنډ ورلډ رپورټ

اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی)پاکستان د نړۍ تر ټولو مضبوطو هېوادونو په صف كښې شامل شوے۔ د امريكا د نیوز اېنډ ورلډ رپورټ "بېسټ کنټریز" ترمخه پاكستان د نړۍ 23 م مضبوط هېواد دے۔ د راپور ترمخه د ځينې اقتصادي او سياسي مسئلو باوجود پاكستان په نړۍ كښې ډېر په تندۍ سره رامخې ته كېدونكې مستحكم هېواد جوړېږي۔ د كوم دفاعي بجټ او تندۍ سره پرمختګ كوؤنكې …

اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی)پاکستان د نړۍ تر ټولو مضبوطو هېوادونو په صف كښې شامل شوے۔ د امريكا د نیوز اېنډ ورلډ رپورټ “بېسټ کنټریز” ترمخه پاكستان د نړۍ 23 م مضبوط هېواد دے۔ د راپور ترمخه د ځينې اقتصادي او سياسي مسئلو باوجود پاكستان په نړۍ كښې ډېر په تندۍ سره رامخې ته كېدونكې مستحكم هېواد جوړېږي۔ د كوم دفاعي بجټ او تندۍ سره پرمختګ كوؤنكې معيشت به چې ده ته په نړيواله ورورولۍ كښی مهم مقام وركړي۔ د راپور ترمخه د امريكا شمېر د نړۍ تر ټولو مضبوط هېواد په توګه كولې شي۔ په دوهم لمبر روسيه ٬ درېم چين او په څلورم لمبر برطانيې شمېرلې شي۔ په راپور كښې نړۍ كښې تندۍ سره د پرمختګ كوؤنكو 80 معيشتونو جاج واخستلې شو په دې كښې پاكستان په 23 لمبر مضبوط هېواد منلے شوے۔ دا د پاكستان زيركتيا سره د جوړې كړې شويو اقتصادي پالېسيو او د معاشي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو له د اصلاحاتو عكاسي كوي۔