امريكا – پاكستاني جوړې مذهبي همغږۍ له 15 ملين ډالره عطيه كړل

واشنګټن ۔ 19 مارچ (اے پی پی) امریکا كښې مېشته يو پاكستاني ډاكټر او دده كورودانې رياست انډیانا كښې نوټرډېم کېتھولک پوهنتون ته مذهبي همغږۍ له د يو نيم كروړ روپو عطيه وركړې چې ورسره به پوهنتون كښې د دوئي په نوم يو چيئر جوړ كړے شي۔ نیویارک ټائمز كښې خپور شوي يو راپور كښې وئيلي شوي چې پاكستان سره تعلق لرونكي ډاکټر رافت او زورین انصاری نزدې د 4 …

واشنګټن ۔ 19 مارچ (اے پی پی) امریکا كښې مېشته يو پاكستاني ډاكټر او دده كورودانې رياست انډیانا كښې نوټرډېم کېتھولک پوهنتون ته مذهبي همغږۍ له د يو نيم كروړ روپو عطيه وركړې چې ورسره به پوهنتون كښې د دوئي په نوم يو چيئر جوړ كړے شي۔ نیویارک ټائمز كښې خپور شوي يو راپور كښې وئيلي شوي چې پاكستان سره تعلق لرونكي ډاکټر رافت او زورین انصاری نزدې د 4 لسيزو څخه امريكا كښې مېشته دي۔ د خېر ښېګړې كارونو كښې د برخه اخستو په سوب دوئي ته د ساؤتھ بېنډ په سيمه كښې د قدر په سترګه كتلې شي۔ دوئي تېره ورځ ساؤتھ بېنډ كښې کېتھولک پوهنتون نوټر ډېم كښې د مذهب په غوره توګه د مطالعې او تحقيق لپاره د يو نيم كروړ ډالر عطيه اعلان كړه۔ پوهنتون به په دې رقم رافت اېنډ زورین انصاری انسټې ټېوټ آف ګلوبل انګېجمنټ ود ریلېجن جوړ كړي۔ د نوټرډېم پوهنتون صدر جان جېنکنز خپله مركه كښې ووئيل دا د انصاري كورنۍ لخوا تر ټولو لويه ډالۍ ده۔