اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) كاناډا كښې تعينات كېدونكي د چين نوي سفير لو شاؤ ژی د پاکستانی هائی کمشنر طارق عظیم خان سره ملاقات وكړو او پاك چين ملګرتيا ئې ځانګړې او د نورو هېوادونو لپاره مثالي وګرځوله۔ د اوټاو لخوا ترلاسه شوي پېغام ترمخه هائی کمشنر طارق عظیم خان د چينائي سفير هركلي كولوسره ووئيل ماته به خپل د چين همڅنګ سره كار كولو كښې …
كاناډا كښې تعينات كېدونكي د چين نوي سفير لو شاؤ ژی د پاکستانی هائی کمشنر طارق عظیم خان سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) كاناډا كښې تعينات كېدونكي د چين نوي سفير لو شاؤ ژی د پاکستانی هائی کمشنر طارق عظیم خان سره ملاقات وكړو او پاك چين ملګرتيا ئې ځانګړې او د نورو هېوادونو لپاره مثالي وګرځوله۔ د اوټاو لخوا ترلاسه شوي پېغام ترمخه هائی کمشنر طارق عظیم خان د چينائي سفير هركلي كولوسره ووئيل ماته به خپل د چين همڅنګ سره كار كولو كښې ډېره خوشحالي وشي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ستراتيجيكي اړيكې ډېرې مهمې دي او دا اړيكې د پاكستان په خارجه پالېسۍ كښې ډېر مهم حېثيت لري۔ ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به پاكستان او چين سره سره ټولې منطقې ته ګټه ورسي او د خوشحالۍ دور به پېل شي۔ د چين سفير ووئيل د پاكستاني هائي كمېشن دورې سره ما اوټاوا كښې موجود ټولو سفارتكارو سره خپلې رابطې پېل كړې دي۔ ده زياته كړه چې پاكستان چين لپاره يو مهم هېواد دے او د دواړو ترمينځھ ملګرتيا نورو قامونو لپاره مثالي ده۔ ده هائي كمشنر خبر كړو چې د چين حكومت د روان كال په مهال د لوړې كچې يو كنفرنس كوي او د سيمه ايز تجارت موقعو لټون له كنفرنس كښې د 25 څخه زياتو اولس مشرانو ګډون امكان لري۔











