واشنګټن 16 فروري (اے پي پي)د امريكې صدر جو بائيډن به په 19 فروري آن لائن كيدونكې د جي۔7 مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔وائټ هاؤس لخوا جاري اعلاميه كښې واضحه شوې چې تير كال اپريل راهسې تر اوسه په وړومبي ځل كيدونكي جي۔7 مشرانو غونډه كښې به جو بائيډن د كورونا وائرس وبا په ضد هلو ځلو او نړيوال معيشت باندې خبرې كوي۔ بائيډن به په غونډه كښې د كووېډ۔19 ويكسين پيداوار، وېش او ترسيل او د رامخې ته كيدونكو رنځونو او خطرو په ضد مالي فنډ جوړولو په اړه هم په شريكه مرسته زور راوړي