كه يو لوبغالې د ګوادر كركټ سټېډيم نه زيات ښكلې وي نو رامخې ته دې كړې شي۔ د ائي سي سي ټويټ

دبئي 01 فروري (اے پي پي) د انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) له مخې د ګوادر د كركټ لوبغالي د ښكلا په لحاظ سره د ګردې نړۍ پام ترلاسه كړے۔ ٓآئي سي سي خپل ټويټ كښې د ګوادر د جادوئي كركټ سټېډيم عسكونه شېئر كولو سره د دې د ښكلا نه متاثره كېدو سره ټول چېلنج كړې دي كه داسې بل ښكلې سټېډيم وي نو د ھغې عكسونه دې رامخې ته كړې شي۔ آئي سي سي د ګوادر سټيډيم ستائنه كولو سره خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې دوي د ښكلا په لحاظ سره د دې نه ښكلې سټېډيم نه دې ليدلې۔ د آئي سي سي د دې چيلنج نه پس د كركټ شائقينو د کېپ ټاون پشمول نورو لوبغالو عكسونه شېئر كوي۔ تېره ورځ په ګوادر كښې د كار رېلي نندارتون په مهال د كركټ مېچ عكسونه هم وائرل شوي او د دې نه پس د ګوادر د كركت سټېډيم د ښكلا خبرې كېږي۔ پاکستان كښې په امنيتي وضعه كښې د بهترۍ نه پس د انټرنيشنل کرکټ بحالۍ پشمول د ګردۍ نرۍ سېلګرو لپاره پاكستان خوښ هېواد جوړېږي