اردن٬ په مسجد اقصيٰ كښې د مرمت كار بيا پېل كړو

عمان 28 جنوري(اے پي پي) اردن د اسرائيلن لخوا په مسجد اقصيٰ كښې د مرمت په كار د لګولي بندېز نه پس د مرمت او بحالۍ كار بيا پېل شوے ۔ د اردن حکومت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي د بنديز په سبب په مسجد اقصيٰ كښې د ‌مرمت او بحالۍ كار څو ورځې معطل ٶ خو اوس بيا پېل شوے ۔ د اردن د خارجه چارو وزير اېمن الصفدي خپل يو بيان كښې وئيلي دي عمان به د مسجد اقصيٰ د خيال ساتلو او د دې د سرپرستۍ خپل قانوني او ديني ذمه واري ترسره كوي۔ ده د مسجد اقصيٰ د مرمت كمېټۍ غړو سره په خبرو كښې ووئيل حکومت د فلسطين په مسئله د ملاتړ په خپل موقف ثابت قدم ولاړ دے او د دې منصفانه حل لپاره به په هلو ځلو كښې د فلسطين وګړو سره ولاړ وي۔ اېمن الصفدي ووئيل د سفارتي هلو ځلو په نتيجه كښې اسرائيل په مسجد اقصيٰ كښې د مرمت په كار لګولې شوے بندېز پورته كړے دے ۔