لويديز هېوادونه د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات پلويان دي۔ بشار الااسد

دمشق 14 مارچ (اے پي پي)د سوريې اولس مشر بشار الااسد لويديز هېوادونه د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات پلويان ګرځولي دي ۔ دمشق كښې اروپائي مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل لويديز هېوادونو تر اوسه سوريه كښې د سياسي عمل ملاتړ كولو په ځائ د ترهه ګرو په شا ولاړ دي۔ د سوريې اولس مشر واضح كړه چې د نړۍ يو حكومت دا نه شي وئيلې چې ھغوي …

دمشق 14 مارچ (اے پي پي)د سوريې اولس مشر بشار الااسد لويديز هېوادونه د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات پلويان ګرځولي دي ۔ دمشق كښې اروپائي مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل لويديز هېوادونو تر اوسه سوريه كښې د سياسي عمل ملاتړ كولو په ځائ د ترهه ګرو په شا ولاړ دي۔ د سوريې اولس مشر واضح كړه چې د نړۍ يو حكومت دا نه شي وئيلې چې ھغوي به ترهه ګرو سره خبرې كوي ولې د سوريې حكومت په ډاګه خبره كوي چې د جنګ جګړو لاره نيولو له ترهه ګرو سره خبرو اترو له چمتو يو۔ ده په واضحه ټكو ووئيل سوريه د اعتدال پسندو وسله والو ډلو وجود نه لري بلكې ټولې وسله والې ډلې انتها خوښې دي او اروپائي هېوادونه پرله پسې د ترهه ګرو ملاتر كوي