په جمهوريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو دوه اهلكار بې دركه شول

ملګري ملتونه 14 مارچ (اے پي پي) په جمهوريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو دوه اهلكار بې دركه شوي دي ۔ د المانې ميډيا له مخې د نړيوالې ادارې وياند وئيلي دي په كانګو كښې د ملګرو ملتونو د امن مشن د بې دركه شوو عسكرو د لټون عمل روان دے چې پكښې يو د امريكې او بل سويډن سره تعلق لري۔ دا دواړه عسكر د كانګو 4 ځائي وګړو …

ملګري ملتونه 14 مارچ (اے پي پي) په جمهوريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو دوه اهلكار بې دركه شوي دي ۔ د المانې ميډيا له مخې د نړيوالې ادارې وياند وئيلي دي په كانګو كښې د ملګرو ملتونو د امن مشن د بې دركه شوو عسكرو د لټون عمل روان دے چې پكښې يو د امريكې او بل سويډن سره تعلق لري۔ دا دواړه عسكر د كانګو 4 ځائي وګړو سره ناڅاپه بې دركه شوې۔ دا دواړه غېر ملكي د ملګرو ملتونو د پوهانو په ډله كښې د غړو په توګه په كانګو كښې په ځائ كړې شوې وو