تهران كښې د نوروز جشن نړيواله مېله پېل شوه

تهران 13 مارچ (اے پي پي)د نوروز جشن نړيواله مېله د ايران په پايه تخت تهران كښې پېل شوې ده ۔ د اپرېل تر 2مې نيټې دوام لرونكې مېلې مقصد ايران ٬ تاجکستان ، قزاخستان، کرغزستان ، هند ، پاکستان، افغانستان، ترکیې، ازبکستان، عراق او آذربائیجان غوندې هېوادونو كښې كېدونكي نوروز رسمونه څرګندول دي۔ په دې موقع به تهذيبي٬ كلتوري او د تاريخي ورثې نندارتون هم روان وي او د …

تهران 13 مارچ (اے پي پي)د نوروز جشن نړيواله مېله د ايران په پايه تخت تهران كښې پېل شوې ده ۔ د اپرېل تر 2مې نيټې دوام لرونكې مېلې مقصد ايران ٬ تاجکستان ، قزاخستان، کرغزستان ، هند ، پاکستان، افغانستان، ترکیې، ازبکستان، عراق او آذربائیجان غوندې هېوادونو كښې كېدونكي نوروز رسمونه څرګندول دي۔ په دې موقع به تهذيبي٬ كلتوري او د تاريخي ورثې نندارتون هم روان وي او د تاريخي او كلتوري مركزونو ډيزائنز هم جوړ كړې شوې او دغسې په ايران كښې د مېشته بېلا بېلو قانونو دود دستور او زيست روزګار طريقو څخه د خبرتيا لپاره بېلا بېل سټالونه هم لګولې شوې ۔ نوروز د هجري شمسي كال وړومبۍ ورځ او پېل ئې د وړومبي فروردين ٫ بمطاقب 21م مارچ نه كېږي۔ نوروز د ايراني تهذيب پاتي يادګار دے۔ په كال 2010 كښې د نورز تهوار د ملګرو ملتونو په كلېنډر كښې د تهوار په توګه درج كړې شوې ٶ