د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز افغان اولس مشر اشرف غني سره په ټېليفون خبرې وكړې

جده 10 مارچ (اے پي پي) د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز افغان اولس مشر اشرف غني سره په ټېليفون خبرې وكړې۔ د سعودي پرېس خبري اژانس له مخې د سعودي باچا افغان اولس مشر سره په كابل كښې په روغتون د ترهګرو په بريد كښې په ځاني زيان غمرازي وكړه۔ ده د مړو كسانو بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ افغان اولس مشر د همدردې په څرګندونه د سعودي د باچا مننه وكړه