امريكا به د داعش له مېنځه وړلو لپاره د 68 هېوادونو كنفرنس كوي

واشنګټن 10 مارچ (اے پي پي) امريكا به د داعش له مېنځه وړلو لپاره روانه مياشت د 68 هېوادونو كنفرنس كوي۔ د امريكې خارجه وزير رېكس ټېلرسن به د دې كنفرنس كوربتوب كوي۔ د العربيه ټي وي له مخې د ټرمپ انتظاميې يو اعلٰي چارواكي وئيلي دي چې دا كنفرنس به د مارچ په 22مه او 23مه نېټه كېږي۔ په دې كنفرنس كښې به د امريكې په مشرې كښې د …

واشنګټن 10 مارچ (اے پي پي) امريكا به د داعش له مېنځه وړلو لپاره روانه مياشت د 68 هېوادونو كنفرنس كوي۔ د امريكې خارجه وزير رېكس ټېلرسن به د دې كنفرنس كوربتوب كوي۔ د العربيه ټي وي له مخې د ټرمپ انتظاميې يو اعلٰي چارواكي وئيلي دي چې دا كنفرنس به د مارچ په 22مه او 23مه نېټه كېږي۔ په دې كنفرنس كښې به د امريكې په مشرې كښې د داعش په ضد د اتحادي هېوادونو خارجه وزيران او نور اعلٰي چارواكي ګډون كوي۔