افغانستان ته د نورو زمكي ډلو لېږلو ضرورت دے۔ امريكائي پوځي جنرال

واشنګټن 10 مارچ (اے پي پي) مېنځني ختيز لپاره د امريكائي پوځ كمانډر جنرال جوزف وئيلي دي چې په ا فغانستان كښې د طالبانو مقابلې كولو لپاره افغانستان ته د نورو زمكي ډلو لېږلو ضرورت دے۔ ده د امريكائي سېنېټ د وسله والو ځواكونو كمېټې ته بريفنګ وركولو سره ووئيل چې هغه په دې تناظر كښې يو نوې پلان لري۔ ده ووئيل چې د دې نوې ستراتېژې له مخې به ده د زياتو عسكرو ضرورت وي چې دغسې عسكري مشن زيات موثر كړے شي۔