هندي ځواكونو په كال 2020ﺀ كښې 263 كشميريان شهيدان كړل

سرینګر۔31دسمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني قبضه كړي كشمير كښې د كال 2020ﺀ په مهال د تشدد ٬ زور٬ ظلم او زياتي په پېښو كښې 263 كسان شهيدان شوي۔ د كشمير ميډيا سروس ريسرچ سېكشن لخوا د جاري كړو شمېرو له مخې هندي پوځ د خپلې رياستي ترهګرۍ په روانو كارروائيو كښې كال 2020ﺀ كښې د 5 مېرمنو او 11 ځوانانو په شمول 263 بې ګناه كشميريان شهيدان …

سرینګر۔31دسمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني قبضه كړي كشمير كښې د كال 2020ﺀ په مهال د تشدد ٬ زور٬ ظلم او زياتي په پېښو كښې 263 كسان شهيدان شوي۔ د كشمير ميډيا سروس ريسرچ سېكشن لخوا د جاري كړو شمېرو له مخې هندي پوځ د خپلې رياستي ترهګرۍ په روانو كارروائيو كښې كال 2020ﺀ كښې د 5 مېرمنو او 11 ځوانانو په شمول 263 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي۔ د دې شهادتونو په نتيجه كښې 13 مېرمنې كونډې او 29 كوچنيان يتيمانان شوي۔ دغسې پوځي اهلكارو د كال 2020 په مهال د 58 مېرمنو سپكاوے كړے۔ هندي پوځ 927 كورونه ويجاړ كړي۔ رپورټ كښی وئيلې شوي د هند پوځ او پوليس د سولييزو مظاهرچيانو په ضد د طاقت په وحشيانه توګه كارولو كښې 777 كسان ژوبل كړياو دې سره د طالبعلمانو او ځوانانو پشمول 2 زره958 كسان په كورونو د چھاپو وهلو او كرېك ډاؤنز په مهال نيولې شوي۔

مزید خبریں