کابل كښې امريكائي سفارت سره نزدې په پوځي روغتون د وسله والو بريد٬ 30 كښې مړه د 50 نه زيات ټپيان

کابل 08 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د امريكې سفارت سره نزدې په پوځي روغتون د وسله والو په بريد كښې لږ نه لږ 30 كسان مړه او د 50 نه زيات ټپيان شوي۔ د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري له مخې د شورو په ورځ سهار د سردار داؤد خان روغتون په لويه دروازه د ځانمرګي بريد كوٶنكې نه پس 3 كسان په روغتون ننوتل۔ دا روغتون د امريكائي سفارت سره نزدې دے۔ د عيني شاهدانو له مخې بريد كوٶنكي د ډاكټرانو په جامو كښې ٶ او دوي د روغتون په عملے او په روغتون كښې په بستر رنځورانو ناتاره ډزې پېل كړې ۔ د رائټرز خبر رسنې ادارې د امنيتي اهلكار په حواله ووئيل لاسي بمونو او آټومېټك وسله لرونكي د روغتون په درېم او چلورم چهت كښې پټ ٶ۔د افغان داخله وزارت وياند صادق صديقي ووئيل چې د بريد كوٶنكو په ضد كاروائي 6 ساعته روانه وه۔ افغان كمانډوز د څو ساعته كاروائۍ نه پس بريد كوٶنكي ووژل ۔ بلخوا د صحت وزارت وياند د مړو د شمېرې زياتېدو اندېښنه ښودلې۔د يادونې وړ ده چې دولت اسلامي تند خوښي تنظيم د بريد ذمه واري پغاړه اخستې