په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا 17 لكه 38 زره كسان مړه شول، د ځپليو شمېره د 7 كروړ 90 لكه نه زياته شوې

واشنګټن/ نوے ډيلے/ رېوډي جنېرو 24 دسمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا 17 لكه 38 زره كسان مړه شوي او په بېلا بېلو هېوادونو كښې د ځپليو شمېره د 7 كروړ 90 لكه نه زياته شوې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره 79084198 ده. په وبا تر اوسه په ټوله نړۍ كښې …

واشنګټن/ نوے ډيلے/ رېوډي جنېرو 24 دسمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا 17 لكه 38 زره كسان مړه شوي او په بېلا بېلو هېوادونو كښې د ځپليو شمېره د 7 كروړ 90 لكه نه زياته شوې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره 79084198 ده. په وبا تر اوسه په ټوله نړۍ كښې 1738125 كسان مړه شوي. په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 21674043 ده. د كورونا په وبا تر ټولو زيات امريكا ځپلے شوے دے. برازيل د مرګونو په لحاظ دوهم او د رنځورانو په لحاظ په دريم نمبر زيات ځپلے هېواد دے. هند د كورونا د رنځورانو په لحاظ دوهم او د مرګونو په لحاظ دريم زيات ځپلےهېواد دے. د كورونا په وبا په برتانيه كښۍ 69 زره ، په فرانس كښې 62 زره، په هسپانيه كښې 49 زره 7 سوه، په اټاليا كښې 70 زره ، په روسيه كښې 52 زره 4 سوه او په چلي كښې 16 زره كسان مړه شوي. په امريٍكا كښې د ځپليو شمېره يو كروړ 89 لكه 17 زرو ته رسېدلې او په وبا درې لكه 34 زره كسان مړه شوي. په هند كښې د ځپليو شمېره يو كروړ يو لك 23 زره ده او د مړو كسانو شمېره د يو لك 46 زره 7 سوو نه زياته شوې. په برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 73 لكه 66 زره ده او د مړو كسانو شمېره يو لك 89 زرو ته رسېدلې.

مزید خبریں