واشنګټن/ لندن/ نوے ډيلے/ رېوډي جنېرو 22 دسمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وباﺀ د مړو كسانو شمېره د 17 لكه 10 زرو نه زياته شوې او په بېلا بېلو هېوادونو كښې د ځپليو شمېره د 7 كروړه 77 لكهه نه اوړېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره 77740380 ده او د كورونا …
په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وباﺀ د مرګونو شمېره د 17 لكه 10 زرو نه زياته شوه ، د ځپليو شمېره د 7 كروړه 77 لكهه نه اوړېدلې

مزید خبریں
واشنګټن/ لندن/ نوے ډيلے/ رېوډي جنېرو 22 دسمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وباﺀ د مړو كسانو شمېره د 17 لكه 10 زرو نه زياته شوې او په بېلا بېلو هېوادونو كښې د ځپليو شمېره د 7 كروړه 77 لكهه نه اوړېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره 77740380 ده او د كورونا په وباﺀ كښې تر اوسه په ټوله نړۍ كښې 1710107كسان مړه شوي. په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 21411220 ده. د كورونا په وباﺀ كښې امريكا تر ټولو زيات ځپلے شوے. برازيل د كورونا وائرس د مرګونو په لحاظ په دوهم نمبر او د رنځورانو د شمېرې په لحاظ په دريم نمبر دے. هند د كورونا وائرس د رنځورانو د شمېرې په لحاظ په دوهم او د مرګونو په لحاظ په دريم نمبر زيات ځپل شوے هېواد دے. د كورونا وائرس په نتيجه كښې په مېكسيكو كښې يو لك 58 زره، په فرانس كښې 60 زره 9 سوه، په هسپانيه كښې 49 زره ، په اټاليا كښې 69 زره، په روسيه كښې 51 زره ، په اېران كښې 53 زره ، په تركيه كښې 18 زره او په چلي كښې 16 زره كسان مړه شوي. په امريكا كښې د كورونا په وباﺀ كښې د ځپليو شمېره يو كروړ 84 لكه 73 زره ده او پكښې درې لكه 26 زره كسان مړه شوي.










